واښه وژونکي
واښه وژونکي یا د هرزه بوټو وژونکي مواد هغه مواد دي چې د نامطلوبو یا هرزه نباتاتو د کنترول لپاره کارېږي. انتخابي واښه وژونکي د هرزه بوټو ځانګړي ډولونه کنترولوي او سمو محصولاتو ته ډېر زیان نه رسوي، خو غیر انتخابي واښه وژونکي (چې کله ناکله په سوداګریزو محصولاتو کې حشره وژونکي هم بلل کېږي) د ککړو ځمکو، صنعتي او ودانیزو ساحو، رېللارو او د رېللارو د واټونو د پاکولو لپاره کارول کېږي، ځکه دا واښه وژونکي ټول هغه نباتي مواد له منځه وړي چې ورسره لګېږي. تر انتخابي او غیر انتخابي پرته نور مهم توپيرونه هم شته چې استقامت (چې د پاتې کېدو د اغېز په توګه هم پېژندل کېږي: هغه موده چې محصول پر خپل ځای او فعال پاتې کېږي)، د جذب طریقه (یعنې ایا یوازې د ځمکې پر مخ ښاخونه او پاڼې یې جذبوي که د ریښې له لارې یا هم په بله طریقه جذبېږي) او د عمل میکانیزم (یعنې دا چې څه ډول کار کوي) دي. د تاریخ په اوږدو کې د معمولي مالګې او نورو فلزي مالګو په څېر محصولات د واښه وژونکو موادو په توګه کارېدل، خو ورو ورو له منځه لاړل او په ځینو هېوادونو کې په دې خاطر ممنوع شول چې په خاوره کې پاتې کېدل او د ځمکلاندې اوبو د زهري کېدو او ککړېدو اندېښنې موجودې وې. واښه وژونکي مواد په جګړو او شخړو کې هم کارول شوي دي.[۱]
اوسني واښه وژونکي تر ډېره د نباتاتو د طبیعي هورمونونو هغه مصنوعي ترکیبونه دي چې د په نښه شویو یا پام وړ نباتاتو په وده کې نیمګړتیا پېښوي. د عضوي واښه وژونکو اصطلاح د هغو واښه وژونکو په معنا ده چې د عضوي کرنې لپاره په پام کې نیول شوي وي. ځینې نباتات خپل طبیعي واښه وژونکي هم تولیدوي چې د غوز یا چارمغز ونه او عرعر ونه یې د بېلګې په توګه یادولی شو. د طبیعي واښه وژونکو دغسې عمل او نورې اړوندې کیمیاوي اغېزې د الېلوپاتي په نامه یادېږي. له واښه وژونکو سره د مقابلې له امله – چې په کرنه کې یوه لویه اندېښنه ده – ځینې محصولات واښه وژونکي له بېلابېلو وسایلو سره ترکیبوي. د افتونو په بشپړ مدیریت کې ښايي واښه وژونکي د افتونو د کنترول د نورو مېتودونو تر څنګ وکارول شي.[۲][۳][۴]
تاریخچه
[سمول]د واښه وژونکو موادو تر پراخې استفادې مخکې د هرزه بوټو یا وښو د کنترول لپاره ځینې دودیزې لارې چارې کارول کېدې چې د خاورې پي.اېچ بدلول، مالګینول یا د ښېرازۍ کچې یې د بېلګې په توګه یادولی شو. میخانیکي کنترول هم د هرزه بوټو د کنترول لپاره کارول شوی (او لا هم کارول کېږي).[۵]
لومړني واښه وژونکي
[سمول]که څه هم د واښه وژونکو په اړه څېړنې د شلمې پېړۍ په لومړیو کې پیل شوې، خو په دې برخه کې لومړنی لوی پرمختګ د هغو څېړنو پایله وه چې د دویمې نړیوالې جګړې په جریان کې په بریتانیا او متحدو ایالتونو کې وشوې او په جګړه کې د واښه وژونکو د بالقوه استفادې په اړه وې. لومړني مدرن واښه وژونکي مواد «۲،۴ ډي» (2،4-D) وو چې د لومړي ځل لپاره د «ډبلیو.جي ټېمپلمن» لهخوا په امپریال کیمیاوي صنایعو کې کشف او سنتېز شول. ده په ۱۹۴۰ کال کې وښوده "د ودې هغه مواد چې په مناسب ډول کارول کېږي، په حبوباتو یا غلو دانو کې د پلنو پاڼو لرونکي هرزه واښه له منځه وړي او محصولاتو ته زیان نه رسوي". په ۱۹۴۱ کال کې د ده ټیم د دغې کیمیاوي مادې پر سنټېز کولو بریالی شو. په هماغه کال «ار. پوکارني» په متحدو ایالتونو کې هم دغه بریالیتوب ترلاسه کړ.[۶][۷]
د «جوډا هیرش کواسټل» په مشرۍ یوه ټیم هم چې په «روټامسټډ ازمایښتي سټېشن» کې یې کار کاوه، په خپلواک ډول دغه کشف وکړ. کواسټل ته د کرنیزو څېړنو د شورا لهخوا دنده وسپارل شوه چې د محصولاتو د حاصل ښه کولو لپاره هم ځینې لارې چارې یا مېتودونه کشف کړي. ده خاوره د یوه بېاغېزې مادې پر ځای د یوه ډينامیک سیستم په توګه تحلیل کړه او ویې کولای شول چې د فیرفیوژن په څېر تخنیکونه عملي کړي. کواسټل وکولای شول چې په خاوره کې د مایکرو ارګانېزمونو پر فعالیت د بېلابېلو نباتي هورمونونو، مهاروونکو او نورو کیمیاوي توکو اغېز څرګند کړي او د نبات پر وده یې مستقیمه اغېزه وارزوي. که څه هم د دغه واحد بشپړ کار پټ پاتې شو، خو تر جګړې وروسته د سوداګریزې استفادې لپاره ځینې ځانګړي اکتشافات وشول چې د 2،4-D ترکیب یې د بېلګې په توګه یادولی شو.[۸]
کله چې 2,4-D په ۱۹۴۶ کال کې په سوداګریز ډول بازار ته را ووتل، په کرنیزو تولیداتو کې یې نړیوال انقلاب رامنځته کړ او پر لومړنیو انتخابي واښه وژونکو بدل شول. دغه ترکیب په غنمو، جوارو، وریژو او دې ته ورته غلو دانو کې د هرزه بوټو کنترول ډېر لوړ کړ، ځکه چې د پلنو پاڼو لرونکي نباتات یې له منځه وړل خو پام وړ محصولاتو ته یې زیان نه رساوه. د 2,4-D کم لګښت تر ننه د دوامدارې استفادې لامل شوی او په نړۍ کې د ډېرو معمولو وښو وژونکو په توګه پاتې شوي دي. د نورو اسیدي واښه وژونکو په څېر یې اوسني فورمولونه د مالګې امین (تر ډېره ټري مېتل امین) یا د اصلي ترکیب نور اېسټرونه کاروي. دا د اسید په نسبت په اسانۍ سره د کنترول وړ دي.
روغتیايي او چاپېریالي اغېزې
[سمول]ځینې واښه وژونکي د پوستکي له جوش څخه نیولې تر مړینې پورې د ګڼو روغتیايي اغېزو لامل کېږي. د اغېز یا برید مسیر ښايي د دغه ترکیب د قصدي یا غیر قصدي مستقیم مصرف، ناسمې استفادې او یا له افرادو او ژویو سره د دغه واښه وژونکي د مستقیمې اړیکې پایله وي، یا هم ښايي پوزو ته د هوايي سپرې ګانو د تېرېدو او یا هم د حاصلاتو د راټولولو لپاره تر زماني واټن مخکې د خوړو استفاده وي. په ځینو شرایطو کې ځانګړي واښه وژونکي د وینځلو یا سطحي اوبو له لارې د ځمکلاندې اوبو یا د اوبو د لرې سطحي سرچینو د ککړولو لپاره لېږدېدای شي. په ټولیز ډول هغه شرایط چې د واښه وژونکو انتقال عاموي، شدیدې توپاني پېښې (په ځانګړي ډول تر کارولو وروسته په کمه موده کې) او د واښه وژونکو د جذب یا ساتنې لپاره د محدود یا کم ظرفیت لرونکې ځمکې دي. هغه ځانګړنې چې د واښه وژونکو موادو د لېږد یا انتقال شونتیا ډېروي، استقامت (د تخریب په مقابل کې مقاومت) او په اوبو کې د حل کېدو لوړه کچه ده.[۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]
ایکولوژيکي اغېزې
[سمول]د سوداګریزو واښه وژونکو استفاده عموماً پر الوتونکو منفي اغېز لري، که څه هم چې اغېزې یې ډېرې بېلابېلې دي او د دقیقې وړاندوېینې لپاره یې ساحوي څېړنو ته اړتیا ده. لابراتواري څېړنو په ځینو مواردو کې پر الوتونکو د دغو موادو د منفي اغېزو لامل ډېر زهریتوب اټکل کړی دی او د داسې جدي ستونزو وړاندوېینه یې کړې ده چې په دغه ډول څېړنو کې یې شواهد نه دي موندل شوي. د دېری لیدل شویو اغېزو دلیل زهریتوب نه دی، بلکې دلیل یې د مېشتځایونو بدلونونه او د هغو نوعو کمښت دی چې الوتونکي د سرپناه یا غذا لپاره پرې تکیه دي. په ځنګلدارۍ کې د واښه وژونکو استفاده چې موخه یې تر پاکولو وروسته د ودې د ځانګړو ډولونو ملاتړ دی، کولای شي د الوتونکو جمعیت یا نفوس په پام وړ ډول کم کړي. حتا کله چې کم زهري واښه وژونکي هم کارول کېږي، ګڼې هغه نباتي نوعې ورسره کمېږي چې الوتونکي پرې تکیه دي. په کرنه کې د واښه وژونکو استفاده په بریتانیا کې د هغو دانه خوړونکو مرغانو د نوعو له کمښت سره تړاو لري چې د واښه وژونکو په مرسته په وژل شویو هرزه بوټو تکیه دي. په ګرمسېرو کرنیزو سیمو کې د واښه وژونکو موادو ډېره استفاده د ګڼو هغو عواملو له ډلې یو عامل دی چې د کډوالو یا مهاجرو الوتونکو لپاره د دغسې کرنیزو ځمکو د ګټورتیا په کمولو کې رول لري.[۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]
سرچينې
[سمول]- ↑ EPA. February 2011 Pesticides Industry. Sales and Usage 2006 and 2007: Market Estimates Archived 2015-03-18 at the Wayback Machine.. Summary in press release here Main page for EPA reports on pesticide use is here.
- ↑ Atwood, Donald; Paisley-Jones, Claire (2017). "Pesticides Industry Sales and Usage: 2008 – 2012 Market Estimates" (PDF). U.S. Environmental Protection Agency.
- ↑ "Governments say glyphosate is safe, but some say 'poison' is being sprayed on northern forests". CBC News. 2 July 2019.
- ↑ "GLYPHOSATE AND THE POLITICS OF SAFETY". Halifax Examiner. 7 October 2016.
- ↑ Robbins, Paul (2007-08-27). Encyclopedia of environment and society. Robbins, Paul, 1967-, Sage Publications. Thousand Oaks. p. 862. ISBN 9781452265582. OCLC 228071686.
- ↑ Andrew H. Cobb; John P. H. Reade (2011). "7.1". Herbicides and Plant Physiology. John Wiley & Sons. ISBN 9781444322491.
- ↑ Robert L Zimdahl (2007). A History of Weed Science in the United States. Elsevier. ISBN 9780123815026.
- ↑ Quastel, J. H. (1950). "2,4-Dichlorophenoxyacetic Acid (2,4-D) as a Selective Herbicide". Agricultural Control Chemicals. Advances in Chemistry. Vol. 1. pp. 244–249. doi:10.1021/ba-1950-0001.ch045. ISBN 978-0-8412-2442-1.
- ↑ Andreotti, Gabriella; Koutros, Stella; Hofmann, Jonathan N; Sandler, Dale P; Lubin, Jay H; Lynch, Charles F; Lerro, Catherine C; De Roos, Anneclaire J; Parks, Christine G; Alavanja, Michael C; Silverman, Debra T; Beane Freeman, Laura E (2018). "Glyphosate Use and Cancer Incidence in the Agricultural Health Study". JNCI Journal of the National Cancer Institute. 110 (5): 509–516. doi:10.1093/jnci/djx233. PMC 6279255. PMID 29136183.
- ↑ Smith (18 July 1995). "8: Fate of herbicides in the environment". Handbook of Weed Management Systems. CRC Press. pp. 245–278. ISBN 978-0-8247-9547-4.
- ↑ "Facts About Herbicide - Department Of Veterans Affairs". نه اخيستل شوی September 1, 2016.
- ↑ Kogevinas, M; Becher, H; Benn, T; et al. (1997). "Cancer mortality in workers exposed to phenoxy herbicides, chlorophenols, and dioxins. An expanded and updated international cohort study". American Journal of Epidemiology. 145 (12): 1061–75. doi:10.1093/oxfordjournals.aje.a009069. PMID 9199536.
- ↑ Kettles, MK; Browning, SR; Prince, TS; Horstman, SW (1997). "Triazine herbicide exposure and breast cancer incidence: An ecologic study of Kentucky counties". Environmental Health Perspectives. 105 (11): 1222–7. doi:10.1289/ehp.971051222. PMC 1470339. PMID 9370519.
- ↑ "Monsanto Pulls Roundup Advertising in New York". Wichita Eagle. Nov 27, 1996.
- ↑ Talbot, AR; Shiaw, MH; Huang, JS; Yang, SF; Goo, TS; Wang, SH; Chen, CL; Sanford, TR (1991). "Acute poisoning with a glyphosate-surfactant herbicide ('Roundup'): A review of 93 cases". Human & Experimental Toxicology. 10 (1): 1–8. doi:10.1177/096032719101000101. PMID 1673618. S2CID 8028945.
- ↑ Blus, Lawrence J.; Henny, Charles J. (1997). "Field Studies on Pesticides and Birds: Unexpected and Unique Relations". Ecological Applications. 7 (4): 1125–1132. doi:10.1890/1051-0761(1997)007[1125:FSOPAB]2.0.CO;2.
- ↑ Robbins, C.S.; Dowell, B.A.; Dawson, D.K.; Colon, J.A.; Estrada, R.; Sutton, A.; Sutton, R.; Weyer, D. (1992). "Comparison of neotropical migrant landbird populations wintering in tropical forest, isolated forest fragments, and agricultural habitats". In Hagan, John M.; Johnston, David W. (eds.). Ecology and Conservation of Neotropical Migrant Landbirds. Smithsonian Institution Press, Washington and London. pp. 207–220. ISBN 978-1560981138.
- ↑ Newton, Ian (2004). "The recent declines of farmland bird populations in Britain: An appraisal of causal factors and conservation actions". Ibis. 146 (4): 579–600. doi:10.1111/j.1474-919X.2004.00375.x.
- ↑ MacKinnon, D. S.; Freedman, B. (1993). "Effects of Silvicultural Use of the Herbicide Glyphosate on Breeding Birds of Regenerating Clearcuts in Nova Scotia, Canada". Journal of Applied Ecology. 30 (3): 395–406. doi:10.2307/2404181. JSTOR 2404181.