اسلام کلا
اسلام کلا د افغانستان په لویدیځ هرات ولایت کې سرحدي ښار دی چې د افغانستان – ایران په پوله کې موقعیت لري. دا د ایران له تایباد ښار سره په ګاونډ کې د افغانستان رسمي ځمکنی بندر دی. [۱]
د اسلام کلا بندري ښار د هرات ولایت د اسلام کلا ولسوالۍ د برخې په توګه اداره کېږي او د اسلام کلا – هرات لویې لارې پر مټ له هرات ښار سره نښلي. دغه ښار د افغانستان په اقتصاد کې مهم رول لوبوي ځکه چې په پام وړ کچه د افغانستان ملي سوداګري له همدغې لارې کېږي. [۲][۳][۴][۵]
ویل کېږي چې د اسلام کلا ښار د وګړو شمېر نږدې ۱۶۴۰۸ تنه دی. یاد ښار په وروستیو دوه لسیزو کې د بېلابېلو تسهیلاتو د جوړولو له امله په تدریجي ډول پراختیا موندلې. په دغو تسهیلاتو کې د بېرته راستنېدونکو کډوالو یو مرکز هم شتون لري چې په هغو کې هره ورځ ګڼ شمېر بېرته راستنېدنکي د افغانستان د کډوالو د چارو د وزارت او د کډوالو د نړیوال سازمان (IOM) له خوا ثبت اکېږي. دغه ښارګوټی د افغان سرحدي ځواکونو او همدارنګه د ملي امنیتي ځواکونو قوماندانۍ لري. [۶][۷][۸][۹]
تاریخچه
[سمول]اسلام کلا په نوولسمه پېړۍ کې د درانیانو د سترواکۍ پر مهال وروسته له هغه چې افغانستان په یوه خپلواک هېواد واوښت په سرحدي ښار بدل شو. د تاریخ په اوږدو کې ګڼ شمېر پوځونه، سوداګر او سیلانیان له دغې لارې لارې تېر شوي. د آسیا لومړۍ شمېره لویه لار (AH1)، چې د آسیایي لویې لارې د شبکې برخه ده د جاپان له توکیو څخه د ترکیې د استانبول ښار تر لویدیځ او له هغه ځایه بیا د اروپا له E80 لویې لارې سره په لیزبون کې نښلي له اسلام کلا تېرېږي. [۱۰]
د ۲۰۲۱ زکال د فبروري په ۱۳مه د فساد او همدارنګه د کاري ناغېړیو له امله ګڼ شمېر لوی موټر د اسلام کلا د بندي ښار په یوه تم ځای کې د اورلګېدنې له امله وسوزېدل. دغه ښار د ۲۰۲۱ زکال د جولای په ۹مه د کومې شخړې پرته د طالب وسله والو لاس ته ورغی. له دغه مهال راوروسته چې فساد له منځه ولاړ د تېر کال په پرتله په څه کم یو کال کې یې عواید له ۸ میلیاردو افغانیو واوښتل. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]
د هوا حالات
[سمول]د اسلام کلا ښار د هوا حالات د هغو د سیمه ییز تپه یي جوړښت څخه اغېزمن دی او په دې سره د کوپن طبقه بندۍ له مخې نیمه وچه یخه هوا لري. په دغه ښار کې د تودوخې منځنۍ کچه ۱۷.۳ سانتي ګراد درجې ده په داسې حال کې چې د کلني اورښت منځنۍ کچه په کې ۲۲۵ ملي متره ده.
د جولای میاشت په کې تر ټولو ګرمه میاشت ده چې په منځنۍ کچه په کې تودخه ۲۹.۵ سانتي ګراد درجو ته رسېږي. تر ټولو یخه میاشت یې د جنوري میاشت ده چې په منځنۍ کچه تودوخه په کې ۵.۵ سانتي ګراد درجو ته رسېږي.
سرچينې
[سمول]- ↑ National Geospatial-Intelligence Agency. Geonames database entry. (search) Accessed 2011-05-12.
- ↑ "Iran-Afghan Border Reopens in Herat Province". Khaama Press. April 25, 2022. نه اخيستل شوی 2023-01-25.
- ↑ "Afghan Pine Nuts Exported to Europe For First Time". TOLOnews. 30 October 2022. نه اخيستل شوی 2023-01-25.
- ↑ "Afghan truckers decry extortion, harassment by Iranians". Pajhwok Afghan News. 25 January 2023. نه اخيستل شوی 2023-01-25.
- ↑ "Afghan truckers decry extortion, harassment by Iranians". Pajhwok Afghan News. 25 January 2023. نه اخيستل شوی 2023-01-25.
- ↑ "World Gazetteer". Archived from the original on 2013-02-09.
- ↑ "More than 3,000 Afghan refugees return home in past three days". Ariana News. January 23, 2023. نه اخيستل شوی 2023-01-25.
- ↑ "Nearly 5,000 Afghan refugees return from Iran in 2 days". Pajhwok Afghan News. 31 October 2022. نه اخيستل شوی 2023-01-25.
- ↑ "Taliban Prevents Bulk Cash Smuggling from Afghanistan to Iran". Khaama Press. October 16, 2022. نه اخيستل شوی 2023-01-25.
- ↑ ESCAP. "Asian Highway Route Map" (PDF). نه اخيستل شوی March 19, 2017.
- ↑ "Corruption, Negligence Witnessed During Herat Customs Fire". TOLOnews. 17 February 2021. نه اخيستل شوی 2023-01-25.
- ↑ "Islam Qala Explosion". Planet Labs. Feb 25, 2021.
- ↑ "500 vehicles in flames after fuel tanker explodes on Afghanistan-Iran border". CNN. February 20, 2021. نه اخيستل شوی 2021-03-01.
- ↑ "Drivers Seek Redress for Customs Fire, Block Herat Roads". TOLOnews. 5 April 2021. نه اخيستل شوی 2023-01-25.
- ↑ "Illiterate personnel presence led to Islam Qala blaze". Pajhwok Afghan News. March 1, 2021. نه اخيستل شوی 2021-03-01.
- ↑ "More Than 1,000 Trucks Damaged in Islam Qala Fire: Officials". Bakhtar News Agency. February 17, 2021. نه اخيستل شوی 2021-03-01.
- ↑ "Afghan truckers decry extortion, harassment by Iranians". Pajhwok Afghan News. 25 January 2023. نه اخيستل شوی 2023-01-25.